ستراتیژیک تړون او د پنجاب د نازولتوب پای
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

              پاکستان په تیرو۶۰ کلونو کې په سیمه کې د لویدیځ نازولی اولاد وو . دا هیواد په ۱۹۵۴ کال د سیمې د هیوادونو او ملتونو د غوښتنو او ارادې خلاف ، لویدیځ سره په سینتو پوځي تړون کې شامل شو . هغه وخت پاکستان د سیمې د هیڅ ګاونډي هیواد ګټې او اندیښنې په پام کې ونه نیولې . سره له دې چې دا هیواد د اسلام په نوم او پلمه جوړ شوی و، خو د ډيرې لرې کافرې امریکا او کافر لویدیځ سره يي د مسلمان ګاونډي افغانستان ، هندوستان چې سل میلیونه مسلمانان لري او نورې سیمې پر وړاندې چې ډيری يي مسلمانان دي ، تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړل . امریکا سره يي هم داسې دوه اړخیځ تړون درلود چې که دریمګړی په تېره بیا کوم سوسیالیستي هیواد په پاکستان یرغل وکړي ، امریکا به يي پوځي ملاتړ کوي .

په دې مهال پاکستان کې میشت اسلامي ګوندونو چې نن په ګاونډي افغانستان کې د افغانستان او لویدیځ د خپلمنځي اړیکو په اړه په درواغو سره د افغانانو په خواخوږۍ د مکر اوښکې تویوي ، ددغو تړونونو په اړه کوم غبرګون نه وښودلي بلکې په تېرو ۶۰ کلونو کې په سیمه کې د لویدیځ د هرې نادودې ملاتړ کړی دی .     

 پاکستان دولت ته هم ، تر ټولو شرموونکې دا ده چې په تېر پير کې يي لویدیځ ته دا بېسارې خوش خدمتۍ د ولسونو د تېرایستلو لپاره  د اسلام تر چتر لاندې ترسره کړي . بلخوا د لویدیځ د هراړخیځو مرستو سربېره عربي هیوادو هم  پر پاکستان لکه لنګه غوا شودې راپريښې وې او ډول ډول مرستې يي پر پنجاب لورولې دي !

د همدې مرستو په برکت پاکستان ، لویدیځ ته په تېرو ۶۰ کلونو کې د هند د نیمې لويي وچې ، افغانستان او پاتې سیمې د ژاندارمري دنده ، په پوره مینه او لیوالتیا ترسره کړې او سیمه کې يي د ښه ګاونډيتوب ، د دوستانه اړیکو او یو دبل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر ځای د شخړو ، جګړو او پوځي یرغلونو میدان تود ساتلی دی .  

که د القاعده او نورو مذهبي سخت دریځو د ملاتړ لامل نه وای چې د پخواني شوروي له نسکوریدو روسته لویدیځ ورته نوره اړتیا نلري ، اوس به هم پاکستان د پخوا پشان د لویدیځ په ستراتیژۍ کې د پاموړ ځای درلودلای .

نن د پاکستان او لویدیځ عمده اختلاف دوه ټکي دي :

لویدیځ ، القاعده او مذهبي ترهګر نور خپل دوښمن ګڼي خو پاکستان د مذهبي ترهګرو له ملاتړ پرته په سیمه کې یوه شپه هم نه شي تېرولای !

په همدې لامل د پاکستان د بخت کاسه نسکوره ده !

د پاکستان ګډودې خبرې چې سهار خپل هیواد کې د ترهګرو له شتون څخه انکار کوي ، خو مازیګر په یوه نه په یوه بڼه اعتراف کوي ، یا یو مشر يي نیمه انکار او بل يي نیمه اعتراف کوي هم له دې ځایه اوبه خوري . دوی په نیمه اعتراف او نیمه انکار کې غواړي د پولې دواړه غاړې وخوري . یانې هم له امریکا پیسې واخلي او هم  د ترهګرو په مټ خپل تاریخي حریف افغانستان د ارامۍ سا اخیستلو ته پرینږدي .

پاکستان اوس ټوله پاملرنه دې خبرې ته اړولې چې د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون لاسلیک نه شي . تر ژبې لاندې پنجابي واکمنان تل مخالفت کوي خو کله کله د پوځي جنرالانو لکه مشرف او حمید ګل په خوله ، ښکاره هم ددې تړون مخالفت کیږي .

همدارنګه خپل نور پیریان او دیوان يي د القاعده او طالبانو په بڼه ددې تړون د مخنیوي لپاره د جګړې په میدان ښکاره رامارش کړي خو اوس غواړي د ایران پشان په ولسې جرګه او د افغان دولت په نورو لوړو پوړیوکې هم خپلو ګوډاګیانو ته ووايي چې دوی ( پنجاب ) او د دوی تر ملاتړ لاندې مذهبي ترهګرو خو د تړون د لاسلیک مخه ونه شوه نیولای ، اوس يي تاسو هلته مخه ډب کړۍ .

« د ولسي جرګې يو شمېر غړو وروسته له هغې د دې جرګې يو شمېر وكيلان په پاكستان او ايران پورې تړلي وبلل چې د دې جرګې د شنبې په عمومي غونډه كې يې يوځل بيا د تل په څېر له امريكا سره د اوږدې مودې د ستراتيژيكو اړيكو د تړون د لاسليك كولو په خاطر د دوديزې لويې جرګې راغوښتل او جوړول د اساسي قانون پرخلاف ، او د ولسي جرګې په شتون كې د دې دوديزې جرګې جوړېدل يو غيرقانوني عمل وباله.

 د ولسي جرګې په غړو كې چې د يادې دوديزې لويې جرګې له جوړېدو سره يي مخالفت وښود صادقي زاده نيلي، فوزيه كوفي، محمد عارف رحماني، ميرويس ياسيني او له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف يو شمېر نور غړي شامل وو .

خو د ولسي جرګې غړى كمال ناصر اصولي بيا له امريكا سره د ستراتيژيكو اړيكود لاسليك لپاره د دوديزې لويې جرګې جوړېدل د ملي ګټو په خاطر اړين او ضروري بولي، او په وينا يې چې په ولسي جرګه كې ايراني او پاكستاني پلوه وكيلان د دې جرګې له جوړېدو سره مخالفت كوي او د دغو وكيلانو دا دريځ د ګاونډيو هېوادونو روحيه پياوړې كوي . دغه راز د ولسي جرګې غړې ارين يون هم په همدې نظر ده چې په ولسي جرګه كې ايران او پاكستاني پلوي وكيلان نه غواړي چې افغانستان ارام او سوكاله شي ، نو له همدې امله د يادې جرګې له جوړېدو سره مخالفت كوي. تاند »

همدارنګه د اتحاد علما افغانستان په نوم ، یوې ډلې چې هویت يي افغانانو ته ناپېژند دی ، تازه اعلامیه خپره کړې چې يو ځای کې داسې لولو « اوس اورېدل کيږي چې په افغانستان کې په نامه لويه جرگه جوړيږي او هدف يې معلوم دي چې افغانستان په قانوني ډول خرڅ کړي د پورته کتابونو ( البته د کتابونه نومونه په دې اعلامیه کې یادوي ) په حواله چې د متجاوز کافر امريکا سره جهاد فرض عين دى »

 او په آخر کې توصيه کوي « علماء کرام عرب وي کې عجم د فرض عين جهاد فتوي دي په اتفاق سره صادره کړي او خپل اسلامي مسؤليت دي رفع کړي جهاد چې د اسلام يو اهم فرض دي، اوس يې کافران په دهشت گردۍ ( ترهگرۍ) او فساد معرفي کوي، او د افغانستان گاونډيان وغيره بايد افغاني جهاد حمايه او تقويه کړي ، ټول افغان »

بلخوا د روان کال د نومبر په دوهمه د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د استانبول کنفرانس کې په افغانستان کې د ناټو تړون اقدامات ناسنجول شوي او مخرب  وبلل او ویې ویل « د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون له لاسلیکېدو سره مخالف دی . راډیو ازادي »

خو ایران په دې نیوکه بسیا ونکړه او افغانستان ته يي مکتوب راواستاوه چې ګوندې خپلې اندیښني افغان دولت ته وړاندې کړي . 

« یو شمېر افغان کارپوهان دامریکا او افغانستان داوږد مهاله ستراتیژۍ په هکله افغانستان ته دایران له لوري د مکتوب رالیږل دافغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي. دایران دې کار، چې دافغانستان او امریکا ترمنځ یې دستراتیژیک تړون په اړه دافغان دولت په ادرس یو لیک استولی په هیواد کې دننه تند غبرګونونه راپارولي او دولت ته سپارښتنه کیږي، چې دایران د دا ډول لاسوهنو مساله ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.  راډیو ازادي »

هر څونه چې ددې تړون د لاسلیک وخت نږدې کیږي په همغه اندازه د پنجاب او ایران د دولتونو او په افغانستان کې د هغوي د پټو او ښکاره ګوډاګیانو د چلوټو او تخریبي فعالیتونه کچه هم مخ په زیاتېدو ده .

خو لکه پخوا چې پاکستان او ایران سیمه کې د نارامۍ ، د ګاونډیانو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ، شخړو او شرارت دنده درلوده ، برعکس نن افغانستان تاریخی رسالت لري چې د سیمې د هیوادونو تر منځ په ورورۍ ، سوله کې د ګډ ژوند او د ښه ګاونډيتوب اړیکو په ټینګولو کې خپل ویاړلي رول ادا کړي .

د ۲۱ مې پيړۍ افغانستان به د تېرې پيړۍ د پاکستان او ایران په خلاف ، سیمه کې د ملتونو په راشه درشه ، ګټوره متقابله اړیکو  ، د منځنۍ او جنوبي اسیا اومنځني ختیځ تر منځ په نږدې کېدو کې خپله تاریخې ونډه واخلي .

د ۲۰۱۱ کال د نومبر ۱۳ مه

   


November 14th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات